اسلام آباد 19 فروری (اے پی پی) د مليزيا د رائل نېوي چيف اېډمرل تان سري ا??مد قمرالزمان حاجي ا??مد بدرالدين په اسلام آباد كښې د نېو مركزي دفتر دوره كولو ??ره د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي ??ره ليدلي دي ۔ د نېوي مركزي دفتر ته په تګ د پاك بحريې مشر د رائل مليزيا د نېوي چيف هركلے وكړو او د نېوي يوې چټك ډلې مېلمه ته ئې سلامي وركړه او وروستو ګر??ن مېلمه ??ره د نېوي د مركزي دفتر پرنسپل سټاف افسر??ن معرفي كړې شول۔ د دې نه پس دواړو مشرانو ملااقات وكړو او په پېشه وره او د بحريې د اشتراك په چارو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنئځه د مرستې په بېلا بېلو څانګو هم غور وكړې شو۔ په دې موقع د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د عزم او كردار په خاص توګه د كولېشن مېري ټائم كمپائن پلان او د سمندري غلو خاتمې لپاره په عملياتو كښې په ګډون كولو ??م رڼا واچولې شوه ۔ ګر??ن مېلمه کثیرالقومی ټاسك فورسز150 او 151 د پاك بحريې د اعلې افسرانو لخوا د كمانډز د يو شمېر مودو نه هم په تفصيل ??ره خبر كړو۔ د دې نه پس د مليزيا نېوي چيف د نېوي په مركزي دفتر كښې د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د دې نه پس په ايوان صدر كښې يوه درنه دستوره وشوه چې پكښې اولس مشر ممنون حسېن د مليزيا د رائل نېوي چيف چيف اېډمرل تان سري ا??مد قمرالزمان حاجي ا??مد بدرالدين له د پاكستان اعلٰې عسكري اعزاز نشان امتياز (ملټري) وركړو كوم چې د مليزيا د نېوي چيف ته د دواړو روڼو هېوادونو اړيكې لا قوي كولو په لړ كښې په غېر معمولي خدماتو او د قدر وړ كردار په اعتراف وركړې شو ۔ د دورې په بل پړاٶ كښې به د مليزيا نېوي مشر كراچۍ او لاهور كښې د نېول فېلډ كمانډز ??ره ملاقاتونه كوي۔ د مليزيا د رائل نېوي مشر دا دوره به د دواړو هېوادونو د بحري ځواكونو ترمېنځه د شريكو اړيكو د لا استحكام سوب وګرځي۔