اسلام آباد 13 فروری) اے پي پي(د خارجه دفتر وياند پھ مقبوضه كشمير كښې په كېمپ په شوي بريد كښې د پاكستان د ككړ كېدو په اړه د هند د دفاع وزير په تور سخت غبرګون ښودلو سره وئېلي دي چې د كوم ثبوت نه بغېر په پاكستان تورونه لګول اوس د هند معمول جوړ شوې كومه چې د افسوس خبره ??ه۔??ند به د د??كه كونكې لهجې څخه هېڅ ترلاسه نه كړي بلكې د وړاندې نه كړكېچ صورتحال ته به لا زيان ورسي۔پاكستان د هر ډول جارحيت په ضد د خپلې دفاع مكمل صلاحيت لري۔د هند د دفاع وزير د اوسني بيان په اړه د ن??ې په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل چې د هند لخوا د كوم ثبوت نه بغېر تورنه لګول د افسوس وړ خبره ??ه۔??ياند ووئيل چې د هند تورونه د وخت نه وړاندې او نامناسب دي۔په خاص توګه هند په خپله مني چې عمليات لا هم روان دي او تحقيقات پیل كړی شوي دي۔وياند ووئيل چې مونږ څو ځله ليدلي چې هند پخپله د منصف او جلاد ك??دا?? ترسره كوي۔وياند د هندي بيان په د??كه كونكې لهجه د افسوس څرګندونه وكړه ا?? وې وئېل چې د دې څخه به هېڅ ترلاسه نه شي۔بلكې په اېل او سي پرله پسې د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ له امله د وړاندې نه كړكېچن ماحول ته به لا زيان ورسي۔وياند ووئيل چې پاكستان د هر ډول جارحيت په ضد د خپلې دفاع بشپړه صلاحيت لري