اسلام آباد ۔ 24 جنوری (اے پی پی) د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي رانا محمد حيات خان وئيلي چې د پنجاب اعلی وزير ذاتي خوښۍ او د پوليس پرله پسې محنت سره د زېنب وژونكې نيولې شوې۔ د دې مقدمې سماعت با??د روزانه وكړې شي او وژونكي ته دې سزا وركړې شي۔ د شورؤ په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل قصور پېښه پنجاب پوليس لپاره يو لوئے امتحان وو۔ ددې پېښې په اړه به د پنجاب اعلی وزير ته د روزانه په بنياد راپور وركول كېدو۔ د پنجاب اعلی وزير خاص هداياتو ٬ ذاتي خوښۍ او د پوليس پرله پسې محنت او نوې ??ېكنالوجۍ كارولو سره د زېنب وژونكې ونيولې شو۔ ده ووئيل قانون ن??فذ كوؤنكې ادارې او پنجاب پوليس د مبارك مستحق دي۔ ده ووئيل مجرم بايد زر تر زره خپل انجام سره مخ ??ړې شي