پېښور 13 جنوری (اے پی پی) وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د ځوانانو د روزګار مسئله به آئی ټی څانګه كښې ??نقلاب سره حل شي، انقلاب په خبرو يا ادعاګانو نه بلكه كار سره راځي، تير وخت كښې ??ه د پروژو اعلانونه او د بنياد تيګه اېښودلې كيده، زمونږ حکومت خپلې پيل كړې شوي پروژې بشپړ كړې دي، حکومت په زرګونو كلوميټره اوږد موټر ویز او 10 زره میګاواټه برېښنا پیدا کړې،نېشنل انکیوبې??ن سنټر جوړولو پروژه زيات اهميت لري، ځوانانو ته روزګار ترلاسه كيدو سره به انتها خوښې ??تمه شي۔ ده د خالي په ورځ پېښور كښې ?? نېشنل انکیوبې??ن سنټر پرانستې په موقع خطاب کولو۔ په دې موقع د کے پی کے ګورنر اقبال ظفر جھګړا، د آئی ټی وزیره انوشه رحمان خان، د اطلاعاتو او خپرونو دوهمه وزيره مریم اورنګ زیب، انجنیئر امیر مقام او نور هم موجود ؤ۔ وزیراعظم ووئيل پبلك پرائیویټ شراکت دارۍ كښې ?? جوړې شوې ادارې پرانسته به د سيمې او آئی ټی لپا??ه كاميابي ثابت شي۔ دا انکیوبې??ن سنټر پائلټ پروژه ده۔ ده ووئيل په زرګونو کلو میټره موټر ویز ، 10 زره میګاواټ برېښنا پیداوار ، د اربونو ډالرو سرمایه کارۍ منصوبې د مسلم لیګ (ن) موجوده دور كښې ??شپړ شوې يا په هغې كار روان دې خو د انکیوبې??ن سینټر جوړولو منصوبه زیات اهميت لري ، دې سره به د ځوانانو سباؤن روښانه شي۔ ده ووئيل دا هغه ادارې دي كومې به چې د نورو ادارو او ځائي او صوبائی حکومتونو له د آئی ټی انقلاب كښې كردار ترس??ه كولو كښې لارښودنه وكړي۔ ده ووئيل تيره ورځ مونږ فاټا سيمو له د براډ بینډ سروس وركولو یونیورسل سروس فنډ منصوبې پرانسته كړي۔ بايد د دغې براډ بینډ رابطې ټول پاکستان كښې وركړې شي او دغه سروس وركول د حکومت ذمه واری ده دغسې چې ټولو پاکستانیانو له دا اسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل دې سره به نوكرو او د کاروبار موخې ترلاسه شي ، دغسې د ځوانانو څخه به کلاشنکوف بيرته واخستلې شي او انتها خوښې ??ه ختمه شي وزیر اعظم ووئيل دا د ووټ اخستو يا سیاست کولو طریقه نه ده بلکه دا د سباؤن حاجت دې۔ ده ووئيل كوم علم چې لندن ته تللو سره ترلاسه كېږي هغه به ځوانانو له د دې ټیکنالوجی د لارې ټول هېواد كښې ??رلاسه شي۔ وزیر اعظم ووئيل انقلابپه خبرو يا ادعاګانو نه راځي بلكه عمل سره راځي، د بده مرغه مونږ د کار څخه مخنيوې او د هغې په لا??ه كښې ??نډان راولاړو او كار ته پام لرنه نه كوو۔ ده د دې سینټر په جوړولو وفاقی وزیرې انوشه رحمان او د هغې ډلې له مبارکي وركولو سره ووئيل مونږ د چا په سفارش دلته كومه بهرتي نه ده كړې۔ کار كول آسان نه دي، په دې كښې ??نډان راولاړولې كېږي خو حکومت د اولس لپا??ه كار كولو سره ښودلې ده، څو مياشتې پس به بيا اولس له پريكړه كول وي ، اولس چې كومه هم پريكړه وكړي هغه به منلې شي۔ وزیر اعظم ووئيل د انکیوبېشن مرکزونو جوړولو مقصد د ځوانانو لارښودنه كول دي او سرمایه کار د سرمایه کارۍ پلو راګرځول دي۔ ده ووئيل ما په خېبر پښتونخوا كښې 7 كاله تعلیم ترلاسه كړې د دې ځائې وګړې د تجارت او پیشه واره لحاظ سره يو جلا مقام لري۔ وزیر اعظم ووئيل د دې آئی ټی مرکزو دائره لا پراخه كول د وخت حاجت دې، دا وړومبې حکومت دې كوم چې دې پلو پام لرنه كړي۔وزیر اعظم ووئيل راروان دور د ای کامرس دې مونږ به خپل ځوانان په خپلو پښو ودرؤ۔ نړۍ بدل شوې مونږ له به خپلو ځوانانو له کاروبار كښې ?? ګډون كولو موقعې وركول وي، كه هغوي د انټر نیټ د لارې څه كولې شي نو بيا هغوي ته د څه مرستې حاجت نشته۔ وزیر اعظم ووئيل کراچۍ او کو??ټه كښې ??ه هم انکیوبېشن مرکزونه جوړولې شي۔ دا ابتدا ده دغسې چې د پاکستان ځوانان دې څخه ګټه پورته كړي۔ په دې موقع د وزیر په موجودګۍ كښې ?? بيلو کمپنیو ترمينځه د آئی ټی څانګه كښې مرستې له د مفاهم په یاددښتونو لاس ليك هم وكړې شو۔