اسلام آباد ۔ 27 دسمبر (اے ??ی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئيلي دي د پاكستان مسلم لیګ (ن) دريځ په ډاګه دے چې د اولس ووټ په هېواد د حكومت كولو حق لري۔ د شورؤ په ورځ يو نجي ټي وي سر?? خبرو كښې ده ووئيل ټولې قامي ادارې بايد د خپل آئيني حد دننه كار وكړي۔ ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ مسلم ليګ (ن) هېواد كښې د آئين او قانون په سر??وړۍ باور لري۔ تحریک انصاف بايد اقتدار لپاره د امپائر د ګوتې انتظار كولو په ځائې اولسي خذمت پلو پام وګرځوي۔ دوهم وزير ووئيل په ټول ټاكنو كښې د تر ټولو زيات ووټونه ترلاسه كوؤنكي سياسي ګوند په اولس د حكومت كولو حق لري۔ طلال چوهدری ووئيل پخواني وزيراعظم محمد نواز شریف د ادارو احترام لپاره خپل ځان احتساب او عدالتونو ته وړاندې كړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاکستان هندي جاسوس کلبھوشن یادیو سر?? د هغه د كورنۍ ملاقات لپاره ??ه نړيوال قانون عمل كړې۔ ده ووئيل هندي جاسوس کلبھوشن یادیو پاکستان كښې د ترهګرۍ كاروايو ته وده وركولو كښې ككړ پاتې دې او هغه په خپله اعتراف كړې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف او پاكستان عوامي تحريك مشرانو ملاقات د پاكستان مسلم ليګ ن ??ه نښه كولو لپاره ??و او د طاهر القادري نامه سازشونو لپاره ??افي ده۔