كراچې 14 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د هېواد او اولس پر??ختګ او خوشحالې لپاره جم??ور??ت ضروري دے٬ حكومت نه يوازې د 10 زره مېګاواټه د توان پر??ژې پېل كړې دي٬ بلكې په وخت ئې ترسره كړې هم دي٬ د توان ډېرې پر??ژې د ترسره كېدو په حال كښې دي٬ اوس برېښنا په ډېر مقدار كښې ترسيل كېږي٬ حكومت مهم اقدامات كولو سره د ګاز په بحران قابو موندلې٬ امريت تل اولس ته په ګټه رسولو كښې پاتې راغلې او د امريت وخت كله هم د هېواد د سباؤن په ګټه نه دے ثابت شوے۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د پاكستان انټرنېشنل بلك ټرمينل لمېټډ ﴿ پي آئي بي ټي اېل﴾ پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ پي آئي بي ټي اېل د هېواد د كوئلې٬ كلنكر او د سيمنټ د وړلو راوړلو وړومبې ټرمينل دے كوم چې په پورټ قاسم جوړ كړے شوے او په دې 285 مليونه ډالر لګښت راغلې او تراوسه پرې د كوئلې 12 بېړې ودرېدلې دي۔ وزيراعظم د جم??ور??ت په حق كښې په پرېكړه كولو پاكستاني اولس ته كرېډټ وركولو سره ووئيل چې پر??ختګ لپاره د جم??ور?? عمل تسلسل ضروري دے٬ د جم??ور?? نظام له مخې خلقو د خپلې خوښې د مشرانو ټاكنه كړې او هغه خلق ئې ك??ر ته لېږلي كومو چې اولس ته څه ورنه كړې شول۔ وزيراعظم د دې باور څرګندونه وكړه چې اولس به د كاكردګې په بنياد د راتلونكي حكومت پرېكړه وكړي۔ ده ووئيل چې چېلنجونه موجود دي خو په دې به قابو وموندل شي۔ وزيراعظم ووئيل چې ك??ه مسلم ليګ ﴿ن﴾ په كال 2013م كښې اقتدار ته راغلو نو هېواد يو شمېر بحرانونو سره مخ و خو اوسني حكومت په دې بحرانونو قابو وموندله٬ د ګاز په بحران قابو وموندل شوه٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د حكومت په دور كښې د موټروے او لويو لارو يو شمېر پر??ژې ترسره شوې۔ د ګوند په هغو د پاكستان چين اقتصادي لارې په صورت كښې د هېواد د تاريخ تر ټولو لويه سرمايه كاري پاكستان ته راغله۔ ده ووئيل حكومت نه يوازې پېل كړې شوې ??روژې ترسره كړې بلكې په تېر وخت نيمګړې پاتې شوې ??روژې ئې هم ترسره كړې۔ ده ووئيل چې په چترال كښې د لواري ټنل د پر??ژې بنياد 45 كاله وړاندې ارواښاد ذوالفقار علي بهټو ايښې و او نواز شريف د 28 اربه روپو په لګښت دا پر??ژه ترسره كړه۔