اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وز??ر چوهدري محمد برجېس طاهر د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاكستان او افغانستان په اړه پالېسي بيان د افسوس وړ او مايوسي خپرونكې ګرځولو سره وئ??لي دي دا ډول بيان د پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وركړې شويو قربانيو څخه سترګې پټول دي۔ د تېرو 17 كلونو څخه پاكستان د ترهګرۍ په ضد د فرنټ لائن هېواد كردار ترسره كولو سره او دې سيمې څخه د ترهګرۍ ناسور ختمولو له مهم كردار ترسره كړې كوم چې نړۍ د قدر په سترګه ګوري۔ د شورؤ په ورځ خپل يو بيان كښی ده ووئيل د پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد عزم په سوب د القاعده په ډول ترهګرو تنظيمونو له منځه تلل ممكن شوي كوم چې ټو??ې نړۍ له يوه مستقله خطره وه۔ وفاقي وز??ر ووئيل نن چې امريكا د كومې مالي او پوځي مرستې بندولو خبره كوي په دې لړ كښې بايد امريكا ته دا معلومه شي چې د تېرو 17 كلونو څخه د ترهګرۍ په ضد په روان جنګ كښې پاکستان د 100 ارب ډالرو څخه زيات زيان پورته كړې او دغسې د پوځي او عامو وګړو شهادتونو شمېره هند سره په 65 او 71 كښې شوي جنګونو څخه زياته ده۔ وفاقي وز??ر ووئيل پاكستان يو ذمه وار رياست دے او د سيمې او نړۍ په امن كښې خپل كردار ترسره كول خپل فرض ګڼي۔ ولې په داسې وخت كښې دا ډول بيان د پاكستان د ترهګرۍ په ضد د كاروايو حوصله ماتوي۔ ده ووئيل په پاكستان د تورونو لګولو په ځائې بايد افغانستان كښې د خپ??ې ناكامه حكمت عملۍ په حقيقت اډانه جاج واخستلې شي۔ ده ووئيل د 17 كلونو د خپ??ې ناكامۍ ملبه په پاكستان اچول سمه پالېسي نه ده۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن په ځائې كېدل د پاكستان خوشحالۍ او معاشي پرمختګ له ضروي دے۔ او دې لپاره پاكستان ټول عمري په اخلاص هڅې كړې ۔ ده ووئيل امريكا بايد په دې پوهه شي چې افغانستان كښې د هند كردار پراخه كولو سره به نااعتبارۍ زياته شي بلكې پاكستان اولس به دا د خپل ځان په ضد يو ??از?? وګڼړي چې تر سېوري لاندې ئې هند مقبوضه كشمير كښې خپل غېر قانوني تسلط په ځائې ساتل غواړي او بلخوا د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبه لهع منځه وړل غواړي۔ ده ووئيل نړيوالو ورورولي بايد په دې پوه شي چې سوئ??لي آسيا كښې امن تر هغه وخته په ځائې كې??ې نه شي تر كومې چې د كشمير مسئله حل شوې نه وي۔ ده ووئيل پاكستان به خپلې قامي ګټې له د ترهګرۍ په ضد جنګ روان ساتي او نړيواله ورورولي بايد دې جنګ كښې د پاكستان ملګرتيا وكړي