مشهد 22 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي د اېران مشرانو پرېكړه كړې چې د ناموس رسالت﴿ص﴾ او د اسلام سر لوړۍ لپاره به پا?سلاٹ_فادر/122351.html">?ست??ن او اېران په ګډه غږ پورته كوي.سلاٹ_کا_تجربہ/117149.html"> د زيارت په ورځ د امام رضا عليه السلام په روضه مبارك د حجة الاسلام والمسلمين احمد مروي سره په شريك بيان كښې خارجه وزير ووئيل زه نن په مشهد كښې د امام رضا عليه السلام په روضه پا?سلاٹ_فادر/122351.html">?ست??ني قام ته دا زېرے وركول غواړم چې حجة الاسلام احمد مروي او د اېران مشرانو پرېكړه كړې چې د ناموس رسالت﴿ص﴾ او د اسلام سر لوړۍ لپاره به پا?سلاٹ_فادر/122351.html">?ست??ن او اېران په ګډه غږ پورته كوي او په هر فورم به امت په دې معامله يو موټے كوي. خارجه وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان وژن دے چې ټول امت په دې معامله يو موټې كړے شي او مغرب قائل كړے شي چې كومې طبقې، خلقو او ادارو چې د رسالت ﴿ص﴾ سپكاوې كړے، هغوي دې انجام ته ورسولے شي. داسې عناصر د قانون منګولو ته سپارل ډېر ضروري دي او په دې لړ كښې به زمونږ هڅې روانې وي