اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور د هند تر غېر قانوني تسلط لاندې د مقبوضه جمو او كشمير په ش??پيا سيمه كښې د هندي ځواكونو د لا??ه د څلور كشميري ځوانان په ش??ادت د هند د رياستي ترهګرې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې هند دې د كشميري ځوانانو ماورائے عدالت د قتل لړې بند كړي. د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې علي امين ګنډاپور ووئيل چې هند د مقبوضه كشميړ د ډېموګرافي ??دلولو هڅې كوي. د ظلم و بربريت د لارې هند د كشميريانو د خپلواكۍ د حق ترلاسه كولو تحريك نه ش?? تر پښو لاندې كولې. وفاقي وزير ووئيل چې د انصاف نړيوالې ادارې دې په مقبوضه كشمير كښې د هند د رياستي ترهګرۍ په سمدستي توګه نوټس واخلي. وفاقي وزير ووئيل چې د كشمير مسئلې تر منصفانه ??ل په سوئيلي اسيا كښې پوخ امن ناممكن دے. هند ته به بالاخره هم كشميريانو ته د خپلواكې حق وركول وي