پیښور 03 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي د سېنېټ ټاكنو په اړه د اسلام آباد نتيجې د وزيراعظم عمران خان د اندېښنو او د تېرې ورځې د وېډيو عكاسي كوي٬په خېبرپښتونخوا كښې د ضمير سوداګر په بشپړھ توګه ناكامه شوي۔د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د پي ټي آئي ټول كانديدان په بريالي كولو ثابته كړی چې دوي د وزيراعظم عمران خان نظريې سره ولاړ دي٬پاكستان پيپلز پارټي په خېبرپښتونخوا او اسلام آباد كښې د مسلم ليګ(ن)كانديدانو سره دوكه كړی٬اوس د دوي ترمينځه د مفاداتو جنګ پیل شوے۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په پېښور كښې د سېنېټ په ټاكنو كښې د كاميابۍ نه پس د پاكستان تحريك انصاف صوبائي مشرانو سره يوځاې مېډيا سره د خبرو په مهال وكړې۔ده ??وئ??ل زه او زمونږ 9 سېنېټران د خېبرپښتونخوا څخه كامياب شوي ٬ مونږ به د صوبې پرمختګ لپاره كار كوو۔وفاقي وزير ??وئ??ل د اسلام آباد څخه د سېنېټ په ټاكنو كښې كامياب شوے كس كوم كردار لري٬ټول قام د دې نه خبر دے٬د پي ډي اېم په صورت تورو قواؤ د لوټ كړی خزانې خله پرانستې وه۔ده ??وئ??ل د ضمير سوداګر په خېبرپښتونخوا كښې په بشپړه توګه ناكام شوي۔دلته د دوي نه پيسه وچلېده او نه ??ه كوم بل چال كښې كامياب شول ۔وفاقي وزير ??وئ??ل د راغلې وېډيو په اړه مشوره روانه ده٬ټول قام ته معلومه ده چې مونږ تېره ورځ د يوسف رضا ګېلاني د زوي وېډيو د ټاكنو كميسون ته وړې وه٬نن نتيجې د دې وېډيو عكاسي او تائيد كوي۔ده ??وئ??ل وزيراعظم عمران خان وزيراعظم او ليډر دے٬هغه ??ه كوم فشار كښې نه راځي ځكه چې هغه د مضبوط ايمان سره ولاړ دے۔د پاكستان اولس هغه اهل او ايماندار ليډر ګڼي٬نن ثابت شوې چې ټول قام وزيراعظم عمران خان سره د غر په شان ولاړ دے ۔ ده ووئېل وزيراعظم هېواد د پرمختګ په لار بوتلل غواړي او هغه به په خپل مشن كښې بريالے كېږي۔