اسل??م آباد 05 جنوری (اے پي پي) پخواني سفير نفيس زكريا، د قومي اسمبلۍ غړې شاندانه ګلزار او نورو نورو وئيلي دي چې كشميريانو د خپلې بيانيې د لارې په كشمير د هند جعلي پروپېګنډې ته ماتې وركړې، د كشمير په مسئله هند نړۍ څنګه ګمراه كوي، په دې لړ كښې د نړيوالو ادارو ګن شمېر رپور??ون?? راغلي دي. د خپلواكې حق ورځې په موقع د نهې په ورځ په اسل??م آباد كښې سېمينار ته په خپله وېنا كښې پخواني سفير نفيس زكريا ووئيل چ?? په مقبوضه كشمير كښې 9 زره اجتماعي قبرونو هند بې نقابه كړے. په دې قبرونو كښې د دفن كړې شويو ټولو كسانو تعلق كشمير سره دے، كومو چې د هند په فاشسټ دور كښې خپل ژوند د لاسه وركړے. ده ووئيل چ?? اېمنسټي انټرنېشنل هندي ځواكونو ناوړه اقدامات په ډاګه كړي دي. د تحريك انصاف غړې شاندانهپ ګلزار ووئيل چ?? بايد مېډيا په نړيواله كچه د كشمير مسئله په ډاګه كړي. بايد ټول سياسي ګوندونه خپل اختلافات هېرولو سره د كشمير په مسئله يو موټې شي. د جمو كشمير حق خوداراديت صدر راجه نجابت حسېن نړيوالې ټولنې ته ووئيل چ?? بايد هغه د كشمير په اړه خپل قراردادونه عملي كړي. سېمينار ته سيد مجاهد علي ګېلاني هم وېنا وكړه.