اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت او سرمايه كارې سلاكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي چې په دې وئيلو خوشحالي محسوسوم چې الحمدالله په دسمبر كال 2020م كښې ?? پاكستان برآمدات 18.3 فيصد زيات شوي دي، په دسمبر كال 2020م كښې ??ا برآمدات د 2.357 اربه ډالرو ريكارډ شوي دي، په دسمبر كال 2019م كښې ??ا برآمدات د 1.993 اربه ډالرو وو. د جمعې په ورځ په خپل ټويټ كښې ??ه ووئيل چې د تېر كال په نسبت په دسمبر كښې په برآمداتو كښې ?? 364 مليونه ډالرو اض??فه شوې. د دسمبر په مياشت كښې ??ا تر ټولو زياته اض??فه ده. ده ووئيل چې د مالي كال په وړومبو شپږ مياشتو كښې ??مونږ برآمدات 4.9 فيصد زيات شوي، په دې مالي كال كښۍ په وړمبو شپږ مياشتو كښې ??رآمدات د 12.1 اربه ډالرو وو. ده ووئيل چې د تېر كال په وړمبو شپږ مياشتو كښې ??ا برآمدات د 11.5 اربه ډالرو وو. په برآمداتو كښې ??ا اض??فه د معيشت د پائيدارې څرګند ثبوت دے. دا د دې خبرې ثبوت هم دے چې د كورونا وبا په مهال د پاكستاني حكومت لخوا د معيشت پايه روانه ساتلو پاليسي سمه وه. ده ووئيل چې په سختو حالاتو كښې ?? برآمداتو اض??فې لپاره زمونږ برآمد كوونكي د ستائنې حقدار دي. زما دوي ته خواست دے چې د برآمداتو ودې لپاره هڅې وكړي، ځكه چې زمونږ برآمد كوونكي زمونږ يوه ډېره لويه سرمايه ده، زه دوي ټولو ته سلام كوم