اسلام آباد ، 1 نومبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر وئیلي دي چې خپلو سياسي ګټو ترلاسه كولو له ?? قومي ادارو سپكاوې د افسوس وړ دے۔ دا ډول عزائمو سره په قومي ادارو نه بلكې دوئي په خپلو ځانونو داغ لګوي۔ ?? پاكستان اولس پوځ سره څنګ په څنګ ولاړ دے۔ د پاكستان وسله والو ځواكونو قربانيو ته اولس د قدر په سترګه ګوري۔ ??دې خيالاتو څرګندونه هغه د صوابۍ ضلعې په ټوپۍ تحصيل كښې د 2 كروړه 21 لكه روپو په لګښت د ګدون امان زئۍ فيډر پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د توان وفاقي وزير عمر ايوب هم موجود وو۔ سپيكرووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل معيشت په مثبت لور روان شوے دے۔ د موجودہ حکومت غوره پالېسيو له ??مله ډالر ښكته راروان دے او كه لوئے څښتن ته منظور وي ډېر زر به دا عارضي ګراني ختمه شي۔ هغه ووئيل صوابۍ كښې د روغتيا ٬ زده كړو ٬ برېښنا ٬ سوئي ګېس او لوبو څانګه كښې په زړه پورې اقدامات او اصلاحات شوي دي چې له مېوؤ به ئې د صوابۍ اولس استفاده وكړي۔ ??وابۍ كښې كېډټ كالج هم جوړولے شي۔ هغه ووئيل د سوئي ګېس په مد كښې نزدې يو ارب 70 كروړه روپۍ مصر?? كړې شوي دي۔ ??و كومې سيمې چې د سوئي ګېس نه محرومه دي هغو ته به ګېس وركولې شي۔ ??ه ووئيل د عمران خان د غوره پالېسيو له ??مله نن هېواد په سم لوري روان دے