اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) خزانې او محصولات لپاره د وزيراعظم مرستيال ډاکټرعبد الحفيظ شېخ وئيلي دي ورلډ بېنك د پاكستان پخوانے پرمختيائي شراكتدار دے٬ د كرونا وباء اثرات كمولو لپاره د پاكستان اقدامات په نړيواله كچه ستائيلې شوي۔ ده دا خبرې د نړيوال بېنك منيجنګ ډائريکټرايګزل وان ټروټسن برګ او د نړيوال بېنك نائب صدرهرت ونګ شيفر سره په ورچوئل غونډه كښ?? كړې كومه چې د آئي اېم اېف او نړيوال بېنك كلنې غونډې په مهال شوې۔ په غونډه كښ?? د اقت??اد?? چارو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار، د وزيراعظم خاص مرستيال نديم بابر، او د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر هم آن لائن ګډون كولٶ۔ ډاکټرعبدالحفيظ شېخ د کووېډ19 په موثره ډول مقابله كولو لپاره د پاكستان په ضروري مالي معاونت كولو د ورلډ بېنك د كردار ستائنه وكړه۔ ده د غونډې ګډون كوٶنكي د هېواد د موجوده اقت??اد?? صورتحال او كوټلې پرمختګ لپاره د حكومت اصلاحاتي پروګرام نكاتو نه خبر كړل۔ ده ووئيل ح??ومت پخپلو خرڅونو قابو موندلو لپاره موثره پاليسي خپله كړې چې په سوب ئې په كورنۍ كچه محصولات زيات شوي، ده ووئيل د دې اقداماتو په سوب د كرونا نه وړاندې محصولاتو كښ?? 17 فيصده اض??فه رېكارډ شوې وه او په مارچ كال 2020 كښ?? پرائمري بېلنس سرپلس ٶ كومه چې لويه كاميابي وه خو د بده مرغه وباء اقت??اد?? كاميابو ته زيان ورسولو۔ ده ووئيل په سخت وخت كښ?? حكومت د يو كروړ 16 لكه نه زياتو كورنيو سره نغده مالي مرسته كړې او د كومې د سپېځلتيا چې په نړيواله كچه ستائنه شوې۔ ده ووئيل ح??ومت د سبسډيز او پے رول سكيم له مخې كاروبار او په خاص توګه كوچنے او د مېنځنۍ درجې كاروبار لپاره سهولتونه وركړي۔ په دې موقع د ورلډ بېنك ډلې د حكومتي اصلاحاتو د اېجنډې ستائنه وكړه او د كرونا مخنيوي لپاره ئې د انټرنيشنل ډويلپمنټ ايسوسي ايشن د لارې د پاكستان د معاونت جاري ساتلو د عزم څرګندونه وكړه