اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښ?? د بنيادي ضروري څيزونو پھ خاص توګه د غنمو او چينو شتون او د نرخونو په اړه د اعلٰی كچ غونډه د نهې په ورځ پھ اسلام آباد كښ?? وشوه۔پھ غونډه كښ?? وفاقي وزيرانو مخدوم شاہ محمود قریشي، سینټیر شبلی فراز، مخدوم خسرو بختیار، محمد حماد اظهر، سید فخر امام، علی امین ګنډا پور،صلاحكارانو ډاکټر عبدالحفیظ شیخ، عبدالرزاق داؤد، ډاکټر عشرت حسین، خاص مرستيالو ډاكټر شهباز ګل، محمد عثمان ډار، وقار مسعود، د سټیټ باېنك ګورنر ډاکټر رضا باقر او سينئر حكومتي اهلكارو ګډون وكړو۔د پنجاب د خوراك وزير عبدالعلیم خان، د پنجاب د صنعت وزير میاں اسلم اقبال او صوبائی چیف سېكټريز د وډيو لنك د لارې پھ غونډه كښ?? ګډون كولو۔د وزيراعظم د مېډيا آفس له مخې د غونډې په وړومبۍ برخه كښ?? په هېواد كښ?? د غنمو شته ووالي ٬بېلو صوبو كښ?? د غنمو او اوړو نرخونو او د سباؤڼ ضروريات تر سره كولو په اړه په سركاري كچه او د نجي څانګې لخوا د درآمد كېدونكو غنمو او هېواد ته د رارسېدو شيډول په اړه د خيالاتو ??رګ??دونه وشوه ۔په سركاري كچه د ټينډر او د حكومت نه د حكومت د درآمد تفصيلي شيډول هم وړاندے كړے شو۔په غونډه كښ?? د ټائيګر فورس او آزادو ذريعو څخه د هېواد په بېلو برخو كښ?? د غنمو او اوړو د نرخونو په اړه رپورټ هم وړاندې كړے شو۔د غنمو نرخ په من??سب كچه باوري كول او د ذخيره اندوزۍ مخ نيوي په اړه په پورته شوو انتظاماتو هم تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔په دې اقدامات كښ?? د ضرورت د بنيادي څيزونو طلب او رسد په اړه د باور وړ اندازه لګولو په اړه تفصلي نظام٬هول سيلرز او د پرچون په كچه نرخونو كښ?? د فرق كمولو په اړه اقدامات٬ماركيټ كښ?? د استحصال خاتمې او د ذخيره اندوزۍ٬سمګلنګ او د ګنګوسو خاتمې سره سره د مانيټرنګ نظام لا موثر كولو پھ اړه په نوې انتظاميې اقداماتو بريفنګ وركړے شو۔پھ غونډه كښ?? د پنجاب حكومت د ورځې په بنياد د غنمو رېليز صورتحال په اړه هم غونډه خبر كړه۔غونډې ته ووئيل شول د سندھ حكومت د اړخه به تر 16 اكتوبر رېليز پیل شي۔په غونډه كښ?? پريكړه وكړی شوه چې د پنجاب حكومت د اړخه د ورځې په بنياد رېليز كېدونكي غنم به لا زياتولے شي۔د غونډې په دوهمه برخه كښ?? د چينو شته والي او درآمد كېدونكو چينو او د هغې د بيعې په حقله بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته ووئيل شول درآمد شوي چينې به د موجوده بيعې په مقابل كښ?? په كمه بيعه اولس ته ترلاسه شي۔غونډې ته ووئيل شول په پنجاب كښ?? به د 10 نومبر څخه كرشنګ سيزن پیل شي۔وزيراعظم عمران خان غونډې ته ووئيل د ضروري څيزونو بيعه كښ?? كمي راوستلو له دې هر ممكنه انتظامي اقدامات وكړے شي۔ده ووئيل د ذخيره اندوزۍ او ناجائز ګټه كوونكو په ضد دې سخت ايكشن باوري كړے شي۔په دې موقع وزيراعظم په نرخونو قابو موندلو لپاره د مختلف تجويز كړے شوو انتظامي اقداماتو منظوري هم وركړه