اسلام آباد 26 اګست (اے پی پی) د كشمير لپاره د پاکستان پارلمانی کمیټۍ چیئرمین شهریار خان آفریدی او د آزاد كشمير پخواني وزیراعظم سردار عتیق خان په دې اطلاعات د سخت تشویش څرګندونه كړې جې د هند ترهه ګر تنظیم راشټریه سوایم سیوك سنګھ (آر اېس اېس) ته ځينې اروپائي هيواد??نو كښې ميشته د هند وګړو څخه مالی اعانت ترلاسه كيږي۔ دواړو لارښوو اسلام آباد كښې شوې ملاقات كښې د اېف اے ټی اېف او نورو مالي ادارو څخه غوښتنه كړې چې د ځينې لويديزو هيواد??نو پشمول غیر هيواد??نو كښې ميشته د هند وګړي په غیر قانونی توګه چې كومې روپۍ ترهه ګر تنظیم آر اېس اېس ته ليږي د هغې مخنيوي له دې ګامونه پورته كړے شي۔ دواړه لارښودو ملګرو ملت??نو ، فنانشل ایکشن ټاسك فورس (اېف اے ټی اېف) او په نورو مالیاتی ادارو زور راوړے چې د صورتحال جاج واخلي او د دې غیر قانونی لین دین مخنيوي لپاره په سمدستي توګه کارروائی وكړي ځكه چې د آر اېس اېس دا فنډز هند كښې اقلیت??نو او کشمیری مسلمانانو په ضد قتل و غارت لپاره استعماليږي۔ دواړو لارښودو ووئيل آر اېس اېس ترهه ګر?? هند كښې د مسلمانانو او نورو مذهبی اقلیت??نو په ضد ترهه ګر بريدونه كړي چې پكښې په 2006ء كښې مالیګون چاؤدنې ، حیدرآباد كښې مکه مسجد بمي چاؤدنې ، سمجھوته ایکسپریس بمي چاؤدنې او د اجمیر شریف درګاه چاؤدنې شامل دي۔ د آر ایس ایس په غیر قانونی لین دین د اېف اے ټی اېف په غلي پاتې كيدو د حیران??يا څرګندونې سره دواړو لارښودو ووئيل آر اېس اېس ته بيلو هيواد??نو كښې ميشته د هند وګړو څخه مالی اعانت ترلاسه كيږي او د هند قونصلګرۍ ترهه ګر تنظیم ته قتل و غارت له مرسته وركوي۔ دواړو لارښودو غوښتنه وكړه بايد نړيوال مالیاتی نګراں فنانشل ایکشن ټاسك فورس (ایف اے ټی ایف) د هند ترهه ګر تنظیم??نو منی لانډرنګ او ترھه ګرۍ مالی اعانت څخه مخنيوي لپاره ګامونه پورته كړي