اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم د خزانې او محصولات ??لاحكار ډاکټرعبدالحفیظ شیخ وئيلي دي اولسي ښيګړه او پرمختګ د ??کو??تی اصلاحات پروګرام مهم مقصد او هدف دے، د خرڅونو د ښه انتظام او انصرام د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته شوي، سټیټ بینك ، اېس ای سی پی او مسابقتی کمیشن په خپلواكه ډول كار كوي، د اداره جاتی اصلاحاتو عمل روان دے، د اصلاحاتو پروګرام يو بل عنصر اداره جاتی اصلاح??ت كښې نجی شعبه شاملول دي، د هيواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل ښه موقع ده چې يو داسې لیډر موجود دے كوم چې په م??رټ كار كوي۔ده دا خبرې د کراچی کونسل آن فارن ریلیشنز د سيورې لاندې’’حقیقت پسندانه اصلاحات ?? لارې اقتصادی استحکام‘‘ په سرخط ویبینار ته خطاب کښې وكړه۔ ډاکټرعبدالحفیظ شیخ ووئيل كله چې ??کو??ت اقتدار سنهبال كړو نو بهرنۍ خساره زیاته وه، برآمد??ت كښې اضافه د تيرو پنځو كلونو په مهال منفي وه، د ډالر مصنوعی قدر لپاره ډالر استعمال کړے شوے۔ کرنټ اکاونټ خساره20 اربه ډالره وه۔ مالی خساره هم زياته وه۔ ده ووئېل اوسني ??کو??ت مشکل پريكړې كړي۔ د اصلاحاتو پروګرام مرستې لپاره نړيوالې ورورولۍ او نړيوالو مالیاتی ادارو په شان آئی اېم اېف څخه معاونت ترلاسه كړے شوے، اېشين ډوېلپمنټ بینك، ورلډ بینك د ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه انتظاماتو ترمخه اضافی بجټ له معاونت ترلاسه شوے