كوئټه 10 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰي فوكل پرسن مصلح الدين مېنګل وئيلي دي د بلوچستان وزيراعلٰي جام كمال خان په سپارښتنه پوليس او د كورنيو چارو محكمې د چمن چاو??نې نه پس د كوئټه پشمول په ټوله صوبه كښې د امنيتي پلان بيا د سره د جاج اخ??تو پرېكړه كړې ده ، د ترهګرو ناوړه عزائم شنډولو لپاره دې اولس امنيتي ځواكونو سره مرسته وكړي. د ??ل په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل د اګست په 14مه نېټه به جشن آز??دي په ښه ډول لمانځلو لپاره به د دستورو امنيت ټينګولے شي. د تجارانو او سول سوسائټنې په مرسته به د سماج دښمن عناصرو په مړانه مقابله كولې شي. ده ووئيل د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پاك پوځ، فرنټير كور، پوليس او لېويز اهلكارو قربانې به بې ځايه كېدو ته ورنكړو. ده ووئيل د چمن چاودنه د حكومت او اولس حوصلې نه ش?? ماتولې