عمان 13 دسمبر(اے پی پی)د اسلامي هېوادونو تنظيم(او آئي سي)غړو هېوادونو د مذهبي چارو وزيرانو عمومي كونسل د قرآن پاك سپكاوي او د دې د سوزولو ناپاكه هڅې مخ نيوي لپاره د پاكستان دې تجويز سره اتفاق كړې دې چې د عمومي كونسل په سعودي عربستان كښې كېدونكي راروانه ??ونډه كښې به پھ دې معامله بشپړه تګلاره وضعه كړې شي۔د جمعې په ورځ د او آئي سي د غړو هېوادونو د مذهبي چارو وزيرانو عمومي كونسل غونډه د اردن پلازمينه ??مان كښې وشوه كومه كښې چې د سعودي عربستان٬ كويت ٬ مصر٬ مراكش٬انډونېزيا٬ ګيمبيا٬اردن٬فلسطين او پاكستان پشمول د نورو هېوادونو مذهبي چارو وزيرانو او نمائندګانو ګډون وكړو۔د پاكستان لخوا د مذهبي چارو وفاقي وزير پيرنورالحق قادري غونډې ته په خطاب كښې د قرآن پاك د سپكاوي او د دې د سوزولو د ناپاكه هڅې په سختو ټكو كښې غندنه وكړه او ټولو غړو هېوادونو ته يې پھ دې لړ ك??ې په ګډه د كردار ادا كولو او د ګډې تګلارې جوړولو تجويز وړاندې كړو۔ د او آئي سي غړو هېوادونو د پيرنورالحق قادري تجويز سره اتفاق وكړو او د دې هركلې يې وكړو۔په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د او آئي سي د غړو هېوادونو د مذهبي چارو وزيرانو عمومي كونسل به سعودي عرب كښې كېدونكې راروانه ??ونډه كښې په دې معامله تفصيلي بحث كولو څخه وروستو تګلاره وضعه كړي۔وفاقي وزير په خ??ل خطاب كښې زياته كړه چې د اسلامي ټولنې تشكيل او اخلاقي تربيې له د جومات او ممبر كردار ډېر مهم دې۔ده عمومي كونسل ته باوروركړو چې وزيراعظم عمران خان او د ده حكومت پھ دې لړ ك??ې نړيوال كردار ترسره كولو له چمتو دې