اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په افغانستان كښ?? امن او استحكام زمونږ لپاره ګټور دے٬په افغانستان كښ?? د امن راتللو سره به د پاكستان او افغانستان ترمينځه تجارت زيات شي٬په دوحه كښ?? د امريكې او طالبانو ترمينځه خبرو اترو كښ?? هم پاكستان مثبت كردار ترسره كړی او نړۍ د پاكستان د كردار ستائنه كوي٬غېر قانوني اميګريشن د اندېښنې وړ دے۔د نهې په ورځ استنبول كښ?? مېډيا سره په خبرو كښ?? ده ووئيل غېر قانوني اميګريشن د اندېښنې وړ دې٬دې لپاره به پاكستان٬ايران او تركيې له په ګډه كيناستل وي٬څه خلك نورو ته شنه باغونه ښائي او دلته يې راولي او بيا يې هم دغسې پرې ږدي۔داسې د زرګونو په شمېر پاكستانيان دلته د مسائلو ښكار ژوند تېروي۔دې ته به هم مونږ له پام ??ول وي۔ده ووئيل د آسيا زړه كنفرنس په ا??تتام چې كومه ا??لاميه رامخې ته شوې هغه ډېره كوټلې ده چې 49 پېراګراف لري او مونږ د باور جوړولو په 7 نكتو اتفاق كړی۔ده ووئيل دا به مخ په وړاندې بوځو۔اوس به د سيمه ايز ټېكنيكل ډلو غونډه رابلو۔ده ووئيل پاكستان به هم په 2020 كښ?? د ماحوليات او كركيلې په حقله غونډه راغواړي چې خپله وړاندې تګلاره به رامخې ته كوي۔د افغانستان په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د افغانستان امن او استحكام زمونږ په ګټه دے او پاكستان په دې پوهه دې چې افغانستان كښ?? د امن راتللو سره به دوه اړخيزه تجارت زيات شي او پاكستان ته به په افغانستان كښ?? د سرمايه كارۍ رغونې او د انفراسټركچر جوړولو موقعې په لاس ورشي۔ده ووئيل په دوحه كښ?? د امريكې او طالبانو ترمينځه په خبرو كښ?? هم پاكستان مثبت كردار ترسره كړې او نړۍ د پاكستان د كردار ستائنه كوي۔پاكستان چې د پولې دې غاړه څنګه خپله سيمه د ترهه ګرو نه پاكه كړې د دې هم ستائنه كېږي دغسې پاكستان چې څنګه د قبائېلي سيمې په حقله ا??فاق رامخې ته كړی هغه هم يو مثال دې۔ده ووئيل مونږ غواړو چې په افغانستان كښ?? امن وي او پرون مونږ دا آسيا په زړه كنفرنس كښ?? دا څرګنده كړې چې پاكستان په افغان امن عمل كښ?? خپل كردار ترسره كوي خو پاكستان په يوازې داسې نه شي كولې٬د سيمې مهمو هېوادونو له به راوړاندې كېدل وي او خپل كردار به ترسره كول وي۔ده ووئيل پاكستان ګډون كونكي خبر كړي چې مونږ له به په هغه شرخوښو عناصرو هم نظر ساتل وي څوك چې د امن دا هلې ځلې د مينځه وړل غواړي