اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د ساهيوال په پېښه كښې د ككړو 6 پوليس اهلكارو په خوشې كولو د تشويش څرګندونې سره سپارښتنه كړی چې د پريكړې په ضد دې اپيل وكړی شي٬د دغې استغثې كمزورو او پلټنو س??ه د زمه وارو په ګوته كولو لپاره دې اعلٰی كمېټي جوړه كړې شي۔د جمعې پھ ورځ د داخله وزارت د اړخه د پنجاب چي?? سېكتر او پوليس آئي جي ته لېكلې شوې مراسله كښې وئېلي شوي وزيراعظم عمران خان په پېښه كښې د ككړو 6 اهلكارو په خوشې كولو د تشويش څرګندونه كړی ده ۔مراسله كښې وئېلي شوي استغثٰی د ملزم په ضد مقدمه ثابتولو كښې ناكامه شوې ځكه چې په ګواهانو كښې چا هم د پیښې شهادت نه دې وركړی۔دې سره انصاف وركولو كښې د افسوس وړ مثال رامخې ته شوې۔وزيراعظم سپارښتنه كړې چې د پريكړې په ضد دې اپيل وكړی شي او پراسيكيوشن ډيپارټمنټ ته د حقيقي ګواهانو د لارې د مقدمې مخ په وړاندې بوتللووئېلې شوي ٬ دغسې چې ملزمان انصاف سره مخ كړی شي٬تحقيقات او د استغثې پلټنو او د زمه ارو په ګوته كولو لپاره دې اعلٰی كچ كمېټي جوړه كړې شي دغسې چې كمېټي دا غلطۍ او خرابۍ رامخې ته كولو س??ه د زمه وارو پیژندګلي وكړي ٬د چا په اقداماتو او غېر فعالېدو س??ه چې شكمند كسانو ته ګټھ رس??دلې٬د مراسلې په مندرجاتو٬اقداماتو په دريو ورځو كښې راپور غوښتلې شوې ۔مراسله كښې وئېلي شوي د دغې احكاماتو د تعميل كولو ر??پور دې د كورنيو چارو وزارت او د وزيراعظم دفتر ته په دريو ورځو كښې وړاندې كړی شي