اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي﴾ په ټول هېواد كښې تېره ورځ لوي اختر د ګل په ورځ په مذهبي جوش او جذبه ولمانځلې شو۔ په دې موقع مسلمانانو د ح??رت ابراهيم عليه السلام په سنت عمل كول?? سره د قربانې فريضه ترسره كړه۔ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د اختر د لمونځ تر ټولو لويه اجتماع په فېصل جومات كښ?? وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو٬ د پارلمان غړ?? او د سفارتكار?? سره سره په لويه شمېره خلقو ګډون وكړو ۔ په دې موقع انتظاميې د امنيت فول پروف انتظامات كړي وو۔