اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د تحريك انصاف د اطلاعاتو مركزي سېكتر عمر سرفراز چیمه وئيلي دي چې كشر زرداري دې قام ته آئي اېم اېف سره شوې ډيل وښائي چې منظوري ئې پيپلز ګوند د پارلمان نه اخستې وه، د كشر زرداري او د ھغه د تره د حكومتونو د لوټ مار له امله پاكستان آئي اېم اېف سره په م??اج??ه مجبور دے ۔ د شورو په ورځ د پي ټي ائي مركزي ميډيا سېل لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده د بلاول بهټو په بيان خپل غبرګون كښې وئيلي دي چې د بلاول ټولې خبرې د تضاداتو مجموعه ده٬ د نوې معاشي ډلې په اړه ټولې خبرې د جهالت او ذاتي دښمنې نتيجه ده۔ بلاول دې قام ته ووائي چې د ھغه پلار هم حفيظ شېخ د آئي اېم اېف په وېنا راوستې ٶ۔ ده ووئيل بلاول په سندھ كښې د ټېكسونو انبار لګولې دې نو ولې ئې مشران اېن اېف سي لپاره چغې وهي۔ ده ووېيل بلاول د انكل ??واز ګوند سره په ګډه پارلمان غېر سنجيده جوړولو له هڅې ك??ي۔ ده ووئيل نوې معاشي ډله به خپل هدفونه او نتيجې ترلاسه كوي او د پاكستان معيشت به په تندۍ سره پرمختګ كوي