اسلام آباد ۔ 6 مئی (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پي اے سي چيئرمېن شپ د ميراث پھ توګه منتقل كړې شوې ۔ په دې لړ كښې مخال??ې ډلې سره هم مشاورت نه دې شوې ۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر په زېركتيا د پي اے سي چيئرمېن شپ معامله حل كړې وه۔ مونږ په دا??ې ډول د چيئرمېن شپ منتقل كولل قبول نه دي۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته شاه محمود قرېشي ووئيل سپيكر د پي اے سي په چيئرمېن شپ په پوهه او اوښيارتيا ډېډ لاك ختم كړے ؤ ۔ زه د وزيرانو د پيغورونو او بيانونو سره مخ شوے ووم ۔ د دې مسئلې حل ځكه هم ضروري ؤ چې ټولې قائمه كمېټۍ تاخير سره مخ وې۔ ده ووئېل اوس شهباز شريف وائي زما صحت ما له اجازه نه راكوي او هغه پي اے سي څخه استعفي وركړېي او رانا تنوير ئې ټاكلې ۔ ده ووئېل د مخال??ې ډلې نورو ګوندونو سره مشاورت نه دې شوې ا?? پي اے سي يوه مهمه كمېټي ده۔ ده ووئېل دا ډول پرېكړې كول به ايوان لپاره ستونزې رامخې ته كړ??۔ ده ووئيل د میثاق جمهوریت جذبې ترمخه د پي اے سي چيئرمېن شپ د مخال??ې ډلې لارښود ته وركړې شو ولې هغه د ميثاق جمهوريت روح هم له مينځھ يوړو۔ ده ووئيل حكومت سره هم په دې لړ كښې بايد مشوره شوې وه۔ د زياته كړ?? چې دا ډول پرېكړه مونږ ته نه ده قبوله۔