اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) د پاکستان پیپلز ګوند شريك چيئرمېن آصف علي زرداري ٬ د ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري او د مخالفې ډلې نورو مشرانو سره قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف سره ليدلي دي ۔ په دې موقع د اے اېن پي پارلماني لارښود امیر حېدر خان هوتي ، د متحدہ مجلس عمل پارلماني لارښود مولانا ??سع?? الرحمن ، شاهد خاقان عباسي ،احسن اقبال، رانا تنویر ح??ېن ، خواجه سعد ر??یق ، سید خورشید احمد شا?? ، ??ید نوید قمر او شېري رحمن سره سره د مخالفې ډلې ګوندونو نور مشران هم موجود وو۔ شهباز شریف د آصف علی زرداري د چیمبر په دروازه هركلے وكړو۔ ذريعو له مخې په غونډه كښې پوځي عدالتونو ته د پراختيا وركولو ٬ هېواد كښې د احتساب روان عمل او د هېواد په مجموعي سياسي او اقتصادي وضعه او په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ غونډه كښې د مخالفې ډلې ټول ګوندونه دې خبره ته سلا شول چې پارلمان كښې به په قامي مسئلو د مشاورت د لارې عمل كولې شي