اسلام آباد 09 جنوری (اے پی پی) د تعلیم او پیشه وره تربيې وفاقی وزیر شفقت محمود وئيلي دي يو ډول نصاب سره به قام يو موټے شي او ناانصافی به ختمولې شي،د يو نصاب لپاره به هر مکتب فکر سره مشاورت كولې شي او د هغوي تحفظات به لري كولې شي۔ ده د شورو په ورځ د قامی ن??اب کونسل وړومبنۍ غونډې ته خطاب نه پس ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل د يو نصاب لپاره د جوړ قامی ن??اب کونسل وړومبنۍ غونډه ګتوره وه، په مجموعی توګه سټيك هولډرز په ډول نصاب اتفاق کړې۔ ده ووئيل څوك چې تحفظات لري د مشاورت سره به د هغوي تحفظات لرې كولې شي۔ ده ووئيل د قامی ن??اب کونسل جوړولو مقصد د يو ډول تعلیمی ن??اب پلو مخ په وړاندې تلل دي۔ وفاقې وزير ووئيل مختلف نصاب او د تعلیمی ن??ام په وجه قامونه وېشلې شوې ، د وزیراعظم عمران خان وژن دا دے چې د تعلیمی ن??ام به وجه قامونو كښې رامخې ته شوې بيلتون ختم كړې شي۔ شفقت محمود ووئيل يو خاص نظ??م تعلیم لكه ایلیټ انګلش میډیم سکول كښې د تعلیم ترلاسه كوونكې په 22کروړه كښې 4 کروړه كسان د ټولنې په ټولو څانګو كښې مخ په وړندې تللې شي او ع??م تعلیمی ن??ام كښې تعلیم ترلاسه كوونكې ماشومان د هغوي مقابله نه شي كولې او هم په دغې وجه ټولنه كښې ناانصافی پیدا كېږي۔ ده ووئيل مونږ له به دغه ناانصافی ختمول وي او د ټولنې ټولو طبقو لپاره به مخ په وړاندې تللو له يو ډول موقعې پیدا کول وي۔ ده ووئيل په سمدستي توګه د پوهانو يو پینل جوړوو كوم به چې د تعلیمی ن??اب او بيلو هېوادونو د تعلیمی ن??ام جاج اخلي۔ شفقت محمود ووئېل دې نه پس به د هر مکتب فکر سره خبرې كولې شي دغسې چې هغوي هم باور كښې واخستلې شي۔ غونډې ته وفاقی وزیر شفقت محمود ووئيل زمونږ پھ هېواد كښې درې قسمه نصاب او تعلیمی ن??ام شته ،يو سرکاری، دويم نجی او دريم د وفاق المدارس، د دغې ټولو تعلیمی ن??امونو څخه زدكړې ترلاسه كوونكې زدكونكې يو ډول سوچ نه لري او په خپل خپل نظر څيزونو ته ګورې،ده ووئيل هېواد كښې لوئ چيلنج د سکولونو څخه بهر 2 کروړه ماشومان دي۔ ده ووئيل د تيرو 70 كلونو راهسې ریاست تعلیم ته پام لرنه نه ده كړې۔ ده ووئيل تعلیم كه په انګریزۍ ژبه كښې وي يا قامی ژبه كښې ، د دې پريكړه به په مشاورت سره كولې شي او چې كومه هم پريكړه وشي هغه به د ټولو لپاره سمه وي۔ په غونډه كښې د پنجاب، بلوچستان، خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان د تعليم وزيرانو او سلاحكارو ، د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن ثانیه نشتر، مفتی منیب الرحمن، د نجی تعلیمی ادارو نمائندګانو او د تعلیم څا??ګې لپاره كار كوونكو این جی اوز او نورو ګډون كولو۔