اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح ﴿رح﴾ د ولادت 143مه ورځ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په عقيدت او احترام لمانځلې شي۔ قائداعظم ﴿رح﴾ د دسمبر په 25مه نېټه كال 1876م كښې په كراچې كښې زېږېدلې و۔ ده ابتدائي زده كړې په كراچې كښې وكړې او د دې نه پس لوړو زده كړو لپاره لندن ته لاړو۔ ده په كال 1886م كښې د قانون ډګري ترلاسه كړه او وطن ته راستنېدو سره ئې ليګل كېريئر پېل ك??و۔ بيا وروستو ده په آل انډيا مسلم ليګ كښې ګډون وكړو او د نيمې وچې مسلمانانو لپاره ئې د جلا وطن ترلاسه كولو هڅې پېل ك??ې۔ د هغه په هڅو په كال 1947م كښې د اګست په 14مه نېټه پاكستان آزاد شو۔ د قائد د ولادت په ورځ به هغه ته پېروينه وړان??ې كولې شي۔ په دې موقع به عامه رخصتي وي۔ په كراچې كښې به د قائد په مزار قرآن خواني كولې شي۔ د دې ورځې په مناسبت به په ټول هېواد كښې خاص پروګرامونه كولې شي۔ په دې موقع به په پاكستان ټېلي ويژن او راډيو پاكستان د پاكستان ستر لارښود ته د عقيدت پېرزوينه وړان??ې كولو لپاره خاص پروګرامونه خپرولې شي۔