اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د خ??اجه سعد رفيق د ضمانت منسوخ كېدو نه پس ن??ول?? شوې٬ د هغه د ګرفتارې او د حمزه شهباز د ايسارولو سره زمونږ كوم تعلق نشته٬ د دې ګرفتارو مطلب دا دے چې هېواد په سم پلو مخ په وړاندې روان دے۔ د نهې په ورځ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د مشرانو په ن??ول?? كېدو د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په خپل غب??ګون كښې ووئيل چې چا دا ګازرې خوړلې دي٬ هم د هغوي په خېټه كښې درد دے۔ ده ووئيل چې دا خلق چې په كومو مقدمو كښې نيول شوي دي?? هغه مونږ نه دي جوړې كړې او چې څوك ئې نيسي?? هغه هم مونږ نه دي لګولي٬ مونږ نه په جوړوونكو كښې يو او نه په لګوونكو كښې يو۔ ده ووئيل چې ادارې خپلواكي لري?? هغه ئې نيسي٬ مونږ ته د دوي د مقدمو پته نشته