اسلام آباد 06 اكتوبر (اے پی پی) قا??ی اسمبلۍ كښې د مخالف ګوندونو پلاوي د قا??ی اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر سره ليدلې دي او قا??ی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شه??از شریف نيولو په معامله د قا??ی اسمبلۍ غونډه په سمدستي توګه د رابللو خواست ئې كړې۔ د خالي په ورځ د مخالفې ډلې په پارلماني غړو مشتمل پلاوي د قا??ی اسمبلۍ سپيكر سره د هغه په چیمبر كښې ليدلې دي او د قا??ی اسمبلۍ غونډې رابللو له ئې د اپوزیشن د اړخه ریكوزیشن جمع كړې دې۔په دې موقع پخوانې دوهم سپیكر مرتضی جاوید عباسیٰ، د مسلم لیګ (ن) پارلمانی لارښود رانا تنویر حسېن، د جمعیت علماء اسلام (ف) غړي شاهدہ اخترعلی، طاهرہ اورنګزیب هم موجود ؤ۔ پلاوي سپیكر ته استدعا وكړه چې په سمدستي توګه د قامي اسمبلۍ غونډه راوبلي دغسې سپیكر هغوي له باور وركړو چې د قواعد له مخې په 14 ورځو كښې به غونډه رابللې شي۔ دې نه پس میډیا سره په خپلو خبرو كښې راجه ظفرالحق ، او د سېنېټ پخواني دوهم چیئرمېن مولانا عبدالغفور حیدری، پخواني سپیكر سر??ار ایاز صادق او رانا تنویرحسېن د مخالفې ډلې مشر شه??از شریف نيول انتقامی كارروائی او د افسوس وړ اقدام ګرځولو سره ووئيل دې اقدام سره د مخالفې ډلې مشر استحقاق مجروح شوې دې، هغه د پاكو اوبو كمپنۍ په معامله رابللې شوې ؤ دغسې هغه آشیانه هاؤسنګ سكیم كښې ونيولې شو۔ سر??ار ایاز صادق ووئيل په دې معامله د مخالفې ډلې ټولو ګوندونو مشاورت نه پس د قا??ی اسمبلۍ غونډې رابللو ریكوزیشن جمع كړې شوې۔ ده ووئيل د ټولټاكنو په شان ضمنی ټاكنو څخه وړاندې د مسلم لیګ (ن) اعلیٰ عهدی??ار او قیادت نيول په ضمنی ټاكنو د اثر انداز كيدو هڅه ده، حكومت ایوان كښې مشكل سره سادہ اكثریت لري دغسې د قا??ی اسمبلۍ په 11 چوكو ضمنی ټاكنې كېږي۔ خواجه سعد رفیق په 14اكتوبركيدونكو ضمنی ټاكنو كښې كانديد دې او د هغه نامه ای سی ایل كښې د اچولو خبرې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل احتساب دې ضرور وكړې شي خو بايد نیب كښې هم د جعلی ډګرو او غیرقانونی تعیناتیو احتساب هم وكړې شي۔