اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن ته د يونان او ناروے سفيرانو خپل سفارتي اسناد وړاندې كړې د?? ۔په دې لړ كښې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې يوه دستوره وشوه چې پكښې د يونان نومولې ش??ي سفير دمترس هاتزاؤ پولوس او د ناروے نومولې ش??ي سفير كيل ګوناراركسن اولس مشر ته خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل۔د دې نه پس د سفيرانو اولس مشر سره جلا ج??ا ملاقاتونه وشول۔په دې موقع اولس مشر ممنون حسېن په خپلو خبرو كښې ووئيل پا??ستان دواړو هېوادونو سره خپلو سفارتي او اقتصادي اړيكو ته وده وركول غواړي٬پاكستان پراخا سرمايه كارۍ او كاروباري موقعو لپاره سازګاره فضاﺀ لري ٬ ده ووئېل هيله ده چې د يونان او ناروے سرمايه كار به په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه كاري موقعو څخه بشپړه استفاده وكړي۔اولس مشر ووئيل په اولسي كچه روابط قوي كولو٬سياسي او اقتصادي روابط مضبوطولو لپاره دوه اړخيزه تبادلې ډېرې ضروري دي۔اولس مشر په پا??ستان كښې نوې ټاكلې ش??ي سفيرانو له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې هغوي به پا??ستان سره د خپلو خپلو هېوادونو اوسنۍ اړيكې لا قوي كولو لپاره كار وكړي