اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي كوم قامونه چې په قرض ژوند كوي ٬ ھغوي خپل عزت او آزادي د لاسه وركوي ٬ قام به پخپلو پښو اودروٶ٬ مو??ږ به هېواد كښې داسې فضا ج??ړو?? چې اولس به خپله ټېكس وركوي٬ په دې لړ كښې به پخپله خپل ځان د مثال په توګه وړاندې كوو٬ د ګستاخانه خاكو په معامله به او آئي سي څخه شريكه لائحه ج??ړو??٬ بيا بيا دا ډول پېښې رامخې ته كېدل د مسلمانانو ناكامي ده۔ د ګل په ورځ سېنېټ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال وزیراعظم عمران خان ووئيل د ګستاخانه خاكو معامله د ملګرو ملتو??و په عمومي اسمبلۍ كښې پورته كوٶ٬ زه د لوېديزو په ذهن پوهېږم ٬ هلته ټولنه د اظهار آزادۍ قائل ده او هغوي په دې خبره نه پوهېږي چې مونږ د حضور نبي كريم ۖ سره څومره مينه لرٶ٬ زمونږ جذبات څنګه دي ٬ هلته دا ډول حركت د سلمان رشدي د شیطاني آیاتونو نه پس څومره ځله رامخې ته شوې٬ ده ووئېل لويديزو هېوادونو ته مسلمانانو څخه د كركې كولو موقع په لاس ورغلې چې ھغوي مسلمانانو ته د اظهار د آزادۍ په نامه پېغور وركړي ٬ ده ووئېل مو??ږ به او آئي سي په دې معامله يوموټے كوو ٬ بيا بيا دا ډول پېښې رامخې ته كېدل د مسلمانانو ناكامي ده۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل او آئي سي په دې لړ كښې بايد ستراتيژي جوړه كړي ٬ په څلورو اروپائي هېوادونو كښې په هولوكاسټ قانون جوړ شوې ٬ كومې هم مدنې ټولنې ته چې د كوم څيز نه تكليف رسي هغه ناسمه دے٬ مونږ له به لويديز په دې معامله پوهه كو?? وي چې مونږ ته د نبی کریمۖ په حقله دې ډول كارونو څخه څومره دړد رارسي ٬ وزيراعظم عمران خان ووئېل ??ړو??بې به مونږ له په دې معامله مسلمانان يو موټې كو?? وي او دا به څرګندو?? وي چې مونږ ته په دې ډول خبرونو څومره دړد رسي ۔ ده ووئيل مونږ خپل سېنېټ لوړې كچې ته رسول غواړو٬ په دوو اوونيو كښې به د پوښتنو دمه كښې د پوښت??و پخپله د