اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وز??را??ظم جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د ترهګرې ?? اوسنيو پېښو سخته غندنه كولو سره هدايت كړے چې د انتخابي كانديدانو ٬ د سياسي لاريونونو او په غونډو كښې د ګډون كوونكو حفاظت باوري كولو لپاره دې ټول امنيتي اقدامات او هر ډول حفاظتي انتظامات باوري كړے شي۔ د اتوار په ورځ د وز??را??ظم جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك په مشرې كښې د امن او امان د صورتحال جا?? اخستلو لپاره د ګوئټه په ګورنر هاؤس كښې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزي٬ د بلوچستان وز??را??لٰي علاؤالدين مري٬ بلوچستان د كورنيو چارو وزير آغا عمر بنګلزئي٬ د كورنيو چارو سېكتر يوسف نسيم كهوكهر٬ د سدرن كمانډ كمانډر لېفټېننټ جنرال عاصم سليم باج??ه٬ د بلوچستان چيف سېكتر ډاكټر اختر نذير٬ د بلوچستان د كورنيو چارو سېكتر حېدر علي كهوكهر٬ د بلوچستان نارتھـ اېف سي آئي جي مېجر جنرال نديم انجم٬ د بلوچستان د ساوتھـ اېف سي آئي جي سردار طارق امان٬ د بلوچستان د پوليسو انسپكټر جنرل محسن حسن بټ او نورو سول او پوځي اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د امن او امان د صورتحال د مستونګ پېښې په تناظر كښې په خاص توګه جا?? واخستل شو د بلوچستان چيف سېكتر د مستونګ چاودنې په اړه د غونډې ګډون كوونكو ته بريفنګ وركړو او ګډون كوونكي ئې د ټاكنو د انتظاماتو په اړه خبر كړل۔ وز??را??ظم جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د ترهګرې ?? اوسنيو پېښو سخته غندنه كولو سره هدايت وكړو چې د انتخابي كانديدانو ٬ د سياسي لاريونونو او په غونډو كښې د ګډون كوونكو حفاظت باوري كولو لپاره دې ټول امنيتي اقدامات او هر ډول حفاظتي انتظامات باوري كړے شي۔ وز??را??ظم د مستونګ پېښې نه پس په وخت د ژوبل شويو په مرسته كولو او منتقل كولو د وسله والو ځواكونو او د سول انتظاميې هڅې وستائيلې۔ د دې څخه وړاندې وز??را??ظم په ساراوان هاؤس كوئټه كښې د شهيد سراج رئيساني كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ وز??را??ظم د كوئټه د سي اېم اېچ دوره هم وكړه او ژوبل شويو عيادت ئې وكړو او د دوي زر روغتيا لپاره ئې دعا وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن٬ د بلوچستان وز??را??لٰي٬ د وفاقي وزيره روشن خورشيد بروچه هم وز??را??ظم سره وو۔ وز??را??ظم د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزي او د بلوچستان وز??را??لٰي علاؤالدين مري سره هم ملاقات وكړو۔