نيويارك 30 جون (اے پي پي) پاكستان د انسانيت په ضد د جرائمو مخ نيوي٬ د وګړو تحفظ په نړيوالو ذمه وارو ترسره كولو كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په دوه مخي معيار د ناخوښې څرګندونه كړې۔ په نړيواله اداره كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودهي په 193 كسيزه عمومي اسمب??ۍ كښې د انسانيت په ضد د جرائمو مخ نيوي او د وګړو د تحفظ د نړيوالو ذمه وارو په اړه په بحث كښې برخه واخسته۔ په دې موقع په خپله وېنا كښې پاكستانې استازې ووئيل چې د خپلې خوښې د كاروائې په نتيجه كښې په مقبوضه جمو او كشمير كښې د نړيوالې ټولنې په وړاندې د كشمير??ان?? قتل روان دے۔ هغې په دې لړ كښې د غزه حواله هم وركړه چرته چې نړيواله ټولنه د نړيوالو اقدارو په پاسدارې كښې پاتې راغلې او د غزه په مېدان كښې د فلسطين??ان?? وينې توي كړې شوې او بې شمېره مېرمنې او ??اش??مان شهيدان كړې شول او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د خاموش تماش بين كردار ترسره كړو۔ پاكستانې استازې ووئيل چې د خپلې خوښې او دوه مخې معيار دې پرېښودل شي او يو ډول معيار دې خپل كړې شي او د دې جرائمو د مخ نيوي مهمه ذمه واري دې په ا??تم??عي توګه پوره كړې شي۔ هغې د سلامتي كونسل لخوا په كېدونكو ځينې كارروائيو هم نيوكه وكړه۔