اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د پاكستان د خېبر پ??تونخوا په هېرو شاه سيمه كښې د كروړونو په ش??ېر نوې ونې كرل شوې دي۔ د ځنګلاتو د صوبائي محكمې راپور له مخې د هيرو شاه نومې دې سيمې غرونه د دې څ??ه وړاندې خړ پړ وو خو اوس پكښې هرې خوا ته د نظر تر حد شنې ونې په نظر راځي۔ د راپور له مخې په خېبر پ??تونخوا كښې د ځنګلاتو د كمي په ستونزه قابو موندلو لپاره د كروړونو په ش??ېر نوې ونې كرل شوې دي۔ د كال 2015م نه تر كال 2016م 16 زره كسانو په ګډه د د هېرو شاه په سيمه كښې په تندې سره لوئېدونكې پوكلپټس ونې كرلې وې۔ دې سره د سيمې ښكلا زياته ش??ې۔ دې سره به نه يوازې فضائي الودګي ختم شي بلكې د ماحولياتي بدلون په مقابله كښې به مرسته هم وشي۔ د راپور له مخې د ونو كرلو په كمپائن 11 اربه روپې خرڅ كړې شوې دي او د صوبې په هره ضلع كښې سركاري او پرائيوېټ نرسرې جوړې شوې دي چې شمېره ئې 13 زره ده۔