اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) په ټول هېواد كښې وړوكې اختر په مذهبي جوش٬ِ جذبه ٬ عقيدت او احترام سره ولمانځل شو۔ د هېواد په ټولو لو??و وړو ښارونو كښې د اختر د لمونځ اجتماعات وشول۔ په دې موقع علما كرامو د وړوكي اختر په اهميت او فلسفه رڼا واچوله او د هېواد سلامتيا٬ ??رم??تګ او د اسلامي امت خوشحالې ل??اره خاص دعاګانې وكړې شوې۔ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د اختر د لمونځ تر ټولو لويه اجتماع په فېصل جومات كښې وشوه چې پكښې حكومتي چارواكو او د اسلامي هېوادونو سفيرانو هم ګډون وكړو او د اختر لمونځ ئې ادا كړو۔