اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د شريكې ګټې كونسل د وړومبۍ آبي پا??ېسۍ او پا??ستان واټر چارټر متفقه منظوري وركړې ده ٬ دغسې د وزیراعظم په مشرۍ كښې د قامی كچې ادارې ’’قامی واټر کونسل‘‘ د لارې به په پا??یسۍ عملدرآمد او نګرانی کولې شي، وزيراعظم او د څلورو واړو صوبو اعلیٰ وزيرانو په ’’پاکستان واټر چارټر‘‘ لاس ليك هم وكړو۔د شريكې ګټې كونسل 37مه غونډه د وزيراعظم شاهد خاقان په مشرۍ كښې وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔ په غونډه كښې د پنجاب اعلٰی وزير محمد شهباز شريف٬د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه٬د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير پروېز خټك٬د بلوچستان وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو٬وفاقي او صوبائي وزيرانو او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د قامي اوبو پھ پا??ېسۍ غور وشو۔وړومبۍ آبي پا??ېسۍ او پا??ستان واټر چارټر لاس ليك كولو له د وزيراعظم په دفتر كښې خاص دستوره وشوه۔وزيراعظم او څلورو واړو اعلٰی وزيرانو چارټر لاس ليك كړو كوم چې په متفقه توګه منظور كړې شو۔د پلاننګ کمېشن چیئرمېن سرتاج عزیز غونډه د قامی اوبو پا??یسۍ مسودې په اړھ خبر كړه۔ ده ووئيل دا پا??یسی د ټولو ډلو په مشاورت جوړه شوې او په قامی كچه يو مشاورتی سیمینار هم اتفاق رائے وضع کولو له شوے ۔ د شريكې ګټې کونسل 36مه غونډه كښې وړاتندې كړې تجاویز پا??یسۍ كښې شامل کړې شوي۔ ده د اوبو كارولو او ترجیحات په ګوته كولو ، د اوبو د وسائلو پرمختګ او استعمال له كوټلې منصوبه بندی، د طاس ماحولیاتی همغږي ، ماحولیاتی بدلون اثرات ٬ د څښلو پا??و اوبو او سینی ټېشن، پن برېښنا ، صنعت، زمكيزې اوبو ، د تحفظ انتظاماتو ، قانونی فریم ورك او د اوبو څانګې ادارو د كار استعداد زياتولو پشمول د اوبو قامی پا??یسۍ خدوخال په اړه وضاحت وكړو۔ د شريكې ګټې کونسل ته ووئيل شول ’’قامی واټر کونسل‘‘ په نامه د قامی كچې ادارې د لارې د اوبو په قامی پا??یسۍ عملدرآمد کولې شي د كومې مشري به چې وزیراعظم کوي او وفاقی وزيران او ټول اعلیٰ وزيران به ئې غړي وي۔ سرتاج عزيز ووئېل د اوبو قامی کونسل به د قامی اوبو په پا??یسۍ د عملدرآمد نګرانی کوي او د آوبو وسائلو وفاقی وزیرپه مشرۍ كښې به يوه سټېئرنګ کمېټی د وفاقی او صوبائی حکومتونو او اړوندو محکمو نمائندګانو سره د عملدرآمد مانیټرنګ كوي۔ د شريكې ګټې كونسل د پلاننګ کمېشن او د اوبو وسائلو وزارت هڅې وستائلې او پاکستان لپاره وړومبې د اوبو قامی پا??یسۍ ئې په متفقه توګه منظوری وركړه۔ دې ن?? پس په يوه دستوره كښې وزیراعظم د څلورو واړو اعلیٰ وزيرانو سره په پاکستان واټر چارټر لاس ليك وكړو چې پكښې د اوبو قامي پا??یسۍ له د عزم څرګندونه وشوه۔