کهوټه ۔ 03 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان څخه د برېښنا او ګاز كمبوت لرې كړې شوې۔ د كلونو نيمګړې منصوبې مو پايې ته رسولي۔ سره د ناوړه حالاتو ?? هېواد د خپلواكۍ سودا كولو نه غېر مو معيشت مضبوط كړې۔ د مسلم لیګ (ن) كارونه چا نه پټ پناه نه دي۔ ?? هېواد په ګوټ ګوټ كښې پرمختيائي منصوبې ترسره كېږي۔ د 2018ء پ?? ټول ټاكنو كښې به هم اولس نواز شريف او مسلم ليګ (ن) ته درناوې وبخښي۔ د پنډۍ کهوټه سړك به مانسهرې څخه تر مير پور موټروے منصوبې سره تړلې شي۔ دې سره به ټول منطقه د پرمختګ په لاره روانه شي۔ ده د خالي په ورځ د پنډۍ کهوټه سړک دوه لارې كولو منصوبې بنياد اېښودلو دستورې او اولسي غونډې ته خطاب كولو۔ ده ??وئ??ل زه نن د وزيراعظم په حېث په اولني ځل خپلې حلقې ته راغلې يم۔ زه باور لرم چی راروانو ټاكنو كښې به كاميابي مسلم ليګ (ن) او نواز شريف ترلاسه كوي۔ ده ??وئ??ل په دې حلقه كښې د برېښنا ٬ ګاز ٬ سكول ٬ سړكونو او اوبو سكيمونه مسلم ليګ (ن) ترسره كړي دي۔ هم دا ??الت د ټول پاكستان دے۔ دا ??ړك به د 5 نيم اربه روپو په مصرف پايې ته رسولې شي۔ په كال 2008ء كښې چې نواز شريف كومه وعده كړې وه هغه نن ترسره شوه۔ وزيراعظم ??وئ??ل مونږ ټول عمري د خدمت او شرافت سياست ته وده وركړې۔ مونږ ?? هېواد د پرمختګ سياست ته وده وركړې۔ ده ??وئ??ل د نواز شريف په اړه د عدالت پرېكړه مونږ قبوله كړې۔ ده ??وئ??ل د نواز شريف څخه وروستو اوس مونږ د هغه مشن مخ په وړاندې بوځو۔ ده ??وئ??ل د تعليم نه غېر كومه سيمه پرمختګ كولې نه شي۔ ده كهوټه كښې د پوهنتون جوړولو اعلان وكړو۔ ده ??وئ??ل راروانه مياشت كښې به په دې كار پېل شي۔ ده ??وئ??ل د كهوټه د انجونو او هلكانو سكولونه به هایئر سکېنډری جوړولې شي۔ په دې مهال ده ?? هېلت کارډ دائرہ تر پنډۍ ضلغې او كهوټه پراخا كولو اعلان هم وكړو۔ ده ??وئ??ل 100 فيصد سيمو ته به برېښنا وركولې شي او د كهوټه هر يونيم كونسل ته به ګاز رسولې شي۔ په دې مهال زلمو لپاره كهوټه كښې د سټېډيم جوړولو هم وزيراعظم اعلان وكړو۔ ده ??وئ??ل د پرمختيائي منصوبو په سوب به د جولائي ټول ټاكنو كښې اولس نواز شريف او مسلم ليګ نون ته درناوې وبخښي۔ د خپل تقرير په پايه كښې وزيراعظم د “پاکستان زندہ باد” نعرې پورته كړې۔ په دې مهال د اطلاعاتو او خپرونو وزيره مريم اورنګزېب ٬ وفاقي وزيره سائره افضل تارړ ٬ طارق فضل چوهدري او يو شمېر نور وزيران موجود وو۔