اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي﴾ پاكستان د مقبوضه كشمير شوپيا ضلعې په ګانوپوره كلي كښې د جنورې په 27مه نېټه د هندي ځواكونو د طا??ت د وحشيانه استعمال س??ته غندنه كړې د كوم په نتيجه كښې چې درې نور بې ګناه كشميري وګړي شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د خارجه دفتر لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې په سوله ايزو او بې ګناه مظاهرچيانو ډزې او د هغوي په ضد وسله كا??ول د كشميريانو په ضد د هند د روانې رياستي ترهګرې ثبوت دے۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې كشميريانو ثابته كړې ده چې كوم تشدد٬ جبر هغوي د خپلواكې د حق ترلاسه كولو نه منع نه شي ساتلې۔