اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر جنجوعه وئيلي دي د م??رس?? زده كوٶنكو د عصري تعليم او تربيې د لارې په قامي چوكاټ كښې راوستلو لپاره حكمت عملي جوړٶ٬ د هر مكاتب فكر علماء كرامو او د وفاق پينځه واړو مدر??و په مشرۍ كښې د مشاورت عمل روان دے۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د م??رس?? زده كوٶنكو په قامي چوكاټ كښې راوستلو لپاره د اصلاحاتو پحقله غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په غونډه كښې د پېشه وره تعليم او تربيې وزير انجينئر بليغ الرحمان ٬ د اتحاد تنظيم المدارس مشر مفتي منيب الرحمان ٬ حنيف جالندهري٬ مولانا نياز حسېن نقوي سره سره د مذهبي چارو او د تعليم وزارتونو اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ ناصر جنجوعه ووئيل حكومت د م??رس?? زده كوٶنكې په قامي چوكاټ كښې شاملول غواړي او دې لپاره په م??رس?? كښې د لازمي مضمونونو سره سره تر ګرېجوېشن تعليم لپاره يو پلان جوړوي٬ نننۍ غونډه د دغې مشاورت برخه ده۔ غونډه كښې ګډون كوٶنكو د قامي سلامتيا صلاحكار د م??رس?? زده كوٶنكو روښانه سباٶن لپاره د هلو ځلو ستائنه وكړه۔