نیویارك 20 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عب??سي وئيلي دي پاکستان ته د سندھ طاس لوظنامې شرطونو په اړه هېڅ ابهام نشته۔ مونږ شريك مذاكراتي حل لټولو لپاره نړيوال بانك سره په ګډه كار كولو كښې خوښي لرو۔ وزيراعظم دا خبرې د نړيوال بانك سي اي او كرسټالينا جارجيوا سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ سي اي او پاكستان سره په ګډه كار روان ساتلو له د عزم څرګندونه كولو سره د مې??رو اكنامك فرېم ورك په استحكام كښې د پاكستان د پرمختګ ستا??نه وكړه۔ ھغې پاكستان كښې د نورو اصلاحاتو د ملاتړ دوام دار ساتلو له د خپل عزم څرګندونه هم وكړه۔ كرسټا لينا جارجيوا سندھ طاس لوظنامې كښې د پاكستان د م??بت او تعميري كردار ستا??نه كولو سره ووئيل چې نړيوال بانك اوس په لوظنامه كښې وړاندې تګ لپاره لاره لټوي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عب??سي په تربېلا 4 ٬ 5 او داسو هائېډرو پاور كښې د نړيوال بانك د م??ستې ستا??نه كولو سره ديامر بهاشا بند لپاره هم د نړيوال بانك څخه مرسته وغوښتله كومه چې د پاكستان د اوبو ضرورت لپاره ډېره مهمه ده۔ دواړه اړخه رابطه او مرسته روانه ساتلو ته سلا شول۔