اسلام آباد 25 ??ګس?? (اے پی پی)خارجه وزير خواجه محمد آصف ??ئېلي دي چې بايد هره يوه اداره پارلمان ته ځواب وركونكې وي٬كه د سېنېټ چيئرمېن حكم وكړي نو حكومت د ريمنډ ډيوس په كتاب كښې د شوې انكشافاتو څخه د پورته شويو پوښتنو پلټنو لپاره تيار دې٬يوا??ې پوائنټ سكورننګ لپاره د دې د پلټنو كولو هېڅ ګټھ نشته۔د دې نه پس د سېنېټ چيئرمېن په دې لړ كښې د سناتور مولانا حافظ حمد الله د پام راګرځونې نوټس سر ته ورسولو۔د جمعې پھ ورځ د پام راګرځونې نوټس ځواب وركولو سره خارجه وزير خواجه محمد آصف ??وئيل چې پارلمان ته د حاكميت تر راتلو د داسې پېښو مخ نيوې نه شي كېدې بايد هره يوه اداره ايوان يعني پارلمان ته ځواب وركونكې وي چا كوم كردار ترسره كړې كه د دې تحقيقات كول وي نو بې شكه وئې ك??ئ خو يوا??ې پوائنټ سكورنګ لپاره به د داسې كولو هېڅ ګټه نه وي۔د ديت پېسې د پاكستان حكومت وركړې دي٬دا پېښه هېرول ښه دي يا تحقيقات كول دي٬پريكړه دې چيئرمېن وكړي٬مونږ به هدايات عملي كوو۔د دې نه پس چيئرمېن دا مع??مله سر ته ورسوله۔د دې څخه وړاندې سناتور حافظ حمد الله او سناتور اعظم سواتي هم په دې مع??مله خبرې وكړې۔